بلجیم

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

بلجیم کينډۍ:په فرانسوي رسمي نوم (Belxiye) د بلجیم بادشاهي کينډۍ:په هالنډي، کينډۍ:په فرانسوي کينډۍ:په الماني د اروپا لودیځ کې پروت هېواد دی، چې له شمال لوري له هالنډ سره ، له ختیڅ لوري له المان او لوکزامبورگ، سویل کې له فرانسی او لودیځ لوري له شمالي سمندر سره گډه پوله لري. ددې هېواد ټول پراخوالې ۳۰٬۵۲۸ کیلو متره مربع دی.

د بلجيم سلطنتي هېواد د لودیځې اروپا له هېوادونو څخه دى چې د اروپايي اتحاديې له بنسټګرانو هم شمېرل كيږي او همدغه راز د شمالي انټلانټيك يا ناټو له بنسټګرانو هم دى. په دې سیمه کې چې نن بلجیم بلل کېږي د مسيح ع له ميلاده ۵۰ كاله وړاندې په كې د سلت قوم ژوند كاوه .


بیرغ[سمول]

Flag of Belgium.svg
Government Ensign of Belgium.svg

پلازمېنه[سمول]

ددغه هېواد پلازمينه برسل یا بروكسل د اروپايي اتحاديې اصلي مقر دى .

معتدل ، مرطوب باراني اقليم لري او د ټيټې ارتفاع لرونکی ټاټوبى دى چې څه له پاسه نيمايي برخه يې جلګو پوښلې ده .

خپلواکي[سمول]

"په ۱۸۳۰ کال بلجیم کې پېښ شوی انقلاب، چارلز گوستاو واپرز (۱۸۳۴) لرغوني هنرونو موزیم – بروکسل

بلجيم د اوږدې مودې لپاره د فرانسې، هالنډ او هسپانيې د ښکېلاک برخه ګڼل كېده . بالاخره په ۱۸۳۰ ميلادي كال د لومړي ځل لپاره خپلواك شو .

د نولسمې پېړۍ په دویمه نيمايي پيړۍ كې د بلجيم صنايعو زيات پرمختګ وكړ او د بليجم د هغه وخت پاچا دویم لیوپولډ له خوا د لومړي ځل لپاره د ښکېلاک په فکرکې شو او كانگو، روانډا او برونای يې په پرله پسې توګه د بلجيم تر ښکېلاکي توغ لاندې راوستی .

كانگو تر ۱۹۶۰ ميلادي كاله د بلجيم مستعمره وه، د روانډا او برونای هېوادونه هم تر ۱۹۶۲ ميلادي كاله د بلجيم مستعمرې وی .

په ۱۹۹۴ كال كې ددغه هېواد په اساسي قانون كې له يو لړ بدلونونو وروسته دغه هېواد د فډرالي حكومت خاوند شو. ددغه هېواد په اساسي قانون كې بلجيم يو فډرالي هېواد بلل شوى چې له درېو، فلاندرز ژبو، جرمن ژبو او فرانسوي ژبو له ټولنو څخه تشكيل شوى دى .

دغه هېواد په درېو سيمو وېشل شوى: په شمال كې فلندر چې خلك يې په هالنډي ژبه خبرې كوي، په جنوب كې والونيا چې فرانسوي ژبي په كې ژوند كوي او بروكسل. هالنډي او فرانسوي ژبې يې رسمي ژبې دي . د والونيا په برخه كې ۷۰۰۰۰ جرمني ژبي خلك ژوند كوي .

سياست[سمول]

د بلجیم پخوانی لومړی وزیر گای ورهوفستات

د بلجيم پاچا دویم آلبرت دى خو محدود سياسي ځواک لري. د بلجيم په غونډال كې لومړى وزير د حكومت مشر دى. دغه هېواد پارلمان له دوو جرګو یعنې مشرانو او ولسي جرګې جوړ دی .

د بلجيم هره يوه برخه د خپل آره او حقوقي وضعيت په بنسټ د قانون جوړونې او د قانون په اجرا كې خپلواك عمل كوي. له همدې كبله د سيمو او ټولنو له قانوني مشرانو څخه جوړه شورا شته چې د ټول هېواد لپاره يو ډولقانونوه مني .

د بلجيم له درې واړو برخو څخه هره يوه يې د خپلې سيمې د كلتوري، ښونيزو، ژبنيزو مسائلو او انساني چارو مسئوليت په خپله غاړه لري. درې واړه سيمې د وټه، انرژۍ، ليږد راليږد او حكومتي چوپړونه مسئوليتونه هم لري .


اووه ګوني ایالتونه (نارنجي ناحیې، نصواري رنګ او ژیړ رنګه) او د اسقف تر واکمنۍ لاندې سیمې Liège (شنه سیمه)

هغه كار چې فډرال حكومت يې ترسره كوي د بهرنيو اړيكو تنظيمول، حقوقي او دفاعي چارې سمبالول دي. فډرال حكومت همدغه راز مسئوليت لري چې كلي قانونوه ښکاره كړي او د هېواد اوټيز، کولتوري او ټولنیز تګلوري هم وټاكي .

د آردنس یو لید Hautes Fagnes

ژبې[سمول]

د بي بي سي د راپور له مخې د دوه ژبو فرانسوي او هالنډي د وګړو ترمنځ تاوتريخوالى كله ناکله راپورته کېږي، او هالنډي يا ښي لاسي د فلندر د سيمې د خپلواكۍ غوښتنه كوي، په ورته وخت كې رايه ورکونې ددې ښودنه كوي چې زياتره بلجيميان د فډرال حكومت پلويان دي.

وټه :[سمول]

لی یژ ښار، بروخس (بروخ) او نامور ښار، د بلجیم له اوو سترو ښارونو ګنل کېږي، چې هر یې له سل زرو ډېر وګړي استوګن لري.

بلجيم په يوه ډېره صنعتي سيمه كې پروت هېواد دى. ددغه هېواد وټې په خصوصي برخه څرخيږي. په ۲۰۰۶ ميلادي كال ددغه هېواد كورنى ناخالص پيداوار ۳۴۲.۵ ميليارده ډالره وو. په دغه هېواد كې د بيو تورم هم ۱.۸ سلنې ده .

صنعت او کاري ځواک[سمول]

كابو ۴.۹ ميليونه كسان كاري ځواك لري چې يوه سلنه يې په كروندګرۍ ، ۲۴.۵ سلنه يې په صنعت او ۷۴ سلنه يې د خدماتو په برخه كې په كار بوخت دی. په دغه هېواد د بېكارۍ كچه ۸.۱ سلنه ده او څلور سلنه خلك يې د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي .

د میوس په سیند جوړه فولاد جوړونې فابریکه،

ماشين آلات، كيمياوي مواد، الماس، وسپنه او خوراكي توكي د دغه هېواد مهم صادرات جوړوي چې د آلمان (19.7 سلنه)، فرانسې (16.9 سلنه)، هالنډ (12 سلنه)، انگلستان (7.9 سلنه)، آمريكا (6.2 سلنه) او ايټاليا (5.2 سلنه) هېوادونو ته صادريږي .

ددغه هېواد واردات ماشين‌آلات، كيمياوي مواد، الماس (ناتراش شوي)، خوراكي مواد تيلي محصولات او د ليږد راليږد وسايل دي چې له هالند (18.3 سلنه)، آلمان (17.3 سلنه)، فرانسې (11.2 سلنه)، انگلستان (6.6 سلنه)، ايرلند (5.7 سلنه) و آمريكا (5.4 سلنه) څخه وارديږي .


خلك :[سمول]

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې ددغه هېواد نفوس ۱۰۳۹۲۲۲۶ تنه وو چې منځنى عمر په كې ۴۱.۱ كاله دى او ژوند ته په كې تر ۷۸.۹۲ كلونو پورې هيله شته .

گروهه او سیاست[سمول]

د بلجيم بنسټيز قانون له سياسته د گروهه په بېلوالي او له كليسا څخه د حكومت په لېرې والي ټينګار لري. په همدې دليل په بلجيم كې رسمي دين نشته خو كاتوليك كليسا بيا د هېواد په ډېرو سيمو كې استازولۍ لري .

ایډز[سمول]

د ۲۰۰۳ ميلادي كال د رسمي احصائيو له مخې د دغه هېواد ۰.۲ سلنې خلك د ايډز په ويروس ككړ وو .

اړيكتيايي چارې :[سمول]

په بلجيم كې ۴.۷۱۹ ميليونه ثابتې ټېلفوني كرښې فعاليت لري او او ۹.۶۶ موبايلونه هم پكې شته دي . ۲۵ ټلويزیوني چينلونه په كې خپرونې کوي. بلجيم د نورو اروپايي هېوادونو په بډ يوه حكومتي رسنۍ نلري بلكه حكومتي رسنۍ يې په دوه برخو ويشل شوې دي چې هره يوه يې يوه راډيو او ټلويزیون لري .


كابو ۹۵ سلنې بلجيميان له كبلي ټلويزیونونو ګټه پورته كوي چې له دې پلوه په نړۍ كې لومړی هېواد ګڼل کېږي. ټاكل شوې ده چې د بلجيم ټلويزیوني سيسټم تر ۲۰۱۱ كاله پورې ډيجيټلي شي .

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې يې ۳.۱۹۵ انټرنيټي كوربانه درلودل او ۴.۸ ميليونه تنه پكې له انټرنيټه اګټه پورته كوي .