امريکې متحده ايالتونه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه واشنگټن ډي سي
لوی ښار نیویارک
حکومت فدرالي جمهوریت
د وگړو شمېر
 -  مارچ, 2006 estimate 298,290,000 (دریم)
GDP (PPP) 2006 اټکل
 -  ټولټال $13.049 trillion (1st)
 -  Per capita $43,555 (3rd)
HDI (2003) 0.944 (high) (10th)
د وخت سيمه (UTC-5 to -10)
 -  اوړی (DST)  (UTC-4 to -10)
د انټرنټ مخکښ شپول .us .gov .edu .mil .um
پيل گڼ 1

د امریکا متحده ایالتونه یا (متحده ایالتونه، امریکا، آمریکا) په انگلیسی کی (United States of America, the U.S., USA, America) یو فدرالي جمهوری هېواد دی چی له پنځوسو ایالتونو او یو فدرالي ولسوالۍ څخه جوړ شوی دی. د دې هیواد ډیری برخه د شمالی امریکا پر لویه وچه کی پرته ده. د دې هېواد اته څلویښت ایالتونه او یوه فدرالي ولسوالۍ د اتلاس (Atlantic) او ارام اقیانوس (Pacific) سمندرنو تر منځ پراته دي. دا هېواد شمال کی له کاناډا او په سویل (جنوب) کې له مکسیکو هیواد سره گډه پوله لري. د الاسکا ایالت د شمالي امریکا د لويې وچی په شمال ختیځ کی موقعیت لري چی روسیه یی لویدیځ کی پرته ده. د هواای (Hawaii) ایالت د ارام اقیانوس په منځ کی موقعیت لري چی هر کال د نړۍ ډیر سیلانیان د تفریح لپاره دی ایالت ته راځي. ۳،۷۹ میلیون مربع مکعب مساحت او څه باندی ۳۰۸ میلیونو وگړیو په درلودلو سره د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کی دریم یا څلورم لوی هیواد دی. دا یو له هغه هیوادونو څخه دی چی پکی بیلابیل ډول کلتورونه او د نړی له مختلفو هیوادونو څخه کډوال شته. ددی هیواد لمړني اوسیدونکی د اسیا د لویې وچی استوگن ول. له اروپا سره د جنگونو او ناروغیو له امله د امریکا اصلی اوسیدونکو تعداد کم شو. د امریکا متحده ایالتونه د بریتانی دیارلسو مستعمرو په حلو ځلو کشف شوه. د ۱۷۷۶ کال د جولای میاشت په ۴ مه هغوی خپلواکي اعلان کړه چی وروسته په دې وتوانیدل چی یوه هماهنگه اتحادیه تاسیس کړي. د امریکا په انقلاب کی چی لمړې بریالې جگړه وه دغو یاغی ایالتونو وشو کولای چی د بریتانی امپراتوری ته ماتې ورکړي. د امریکا اوسنی اساسي قانون د۱۷۸۷ کال د سپټمبر د میاشتی پر ۱۷ مه نیټه ترتیب شو. په ۱۹ مه پیړی کې امریکا وشو کولای چی د فرانسی، هسپانیا، بریتانا، مکسیکو او روسیې څخه ځمکه وگټی او د ټکساس او هواای جمهوریتونو سره یی ضمیمه کړي. د ایالتونو د حقوقو پر سر او د مریتوب د سیستم د پراخولو پر سر د شمال او سویل (جنوب) ایالتونو د مناقشو په نتیجه کی د امریکا د ۱۸۶۰ کال کورنۍ جگړې پیل شوې. دغه جگړی د شمال په گټه پای ته ورسیدې چی له امله یی د مریتوب سیستم او دایالتونو د بیلولو پلانونه د تل لپاره له منځه ولاړل. د امریکا بریالیتوبونو د هسپانیی او امریکا په جگړه کی او په لومړۍ نړیواله جگړه کې دې هېواد ته د نړۍ د پیاوړو پوځي هېوادونو په لیست کی ځای ورکړ. دویمې نړیوالې جگړې څخه د نړۍ لومړۍ اتومی اسلحه لروونکی هېواد په توگه راووت او د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کی یې د تل لپاره غړیتوب واخیست.