فرانس

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

د فرانسی جمهوریت د لویدیځی اروپا ترټولو لوی هېواد دی.فرانسه په جنوب لویدیځ کی د اسپانیا سره، په ختیځ کی د ایټالیا، سویس، آلمان او لوکسینبورګ سره او په شمال ختیځ کی د بلجیم سره ګدې پولې لری مساحت یی ۵۴۳۹۶۵ کلومتره مربع دی او ۵۸۰۲۰۰۰۰ وګړی لری. پایتخت یی پاريس دی. د فرانسی جمهوریت د اروپا د مشترکوهېوادو مهم غړی دی. قرانسه هم د استعماری ابرقدرت یو هېواد ‌ؤ او د دی لپاره د هغه ثقافت او فرهنګ د آسیا، آفریقا او امریکا پر هېوادونو آغېزه لرله.

د فرانسې غرونه

د فرانسې په جمهوریت کی ډېر غرونه سته. د فرانسې په جنوب کی د پیرینی غره، په جنوب ختیځ کی د آلپ غرونه او په ختیځ کی د یورا غره سته. د مونټ بلانک غر د فرانسې تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۴۷۸۰ متره دی.

تاریخ

د کلټ قبیلو په ۸۰۰ ( ق.م.)کی فرانسی ته ورسیدل. په اوس وخت کی هغه د کلټ قبیله د ګال ( Gauls ) په نوم یادېږی. په ۳۹۰ ( ق.م.) کی د رومان پوځ پر ګالیا ( د ګال هېواد ) برید وکړ او په ۵۸ ( ق.م.) کی د ګال قبیله د رومان امپراطور یولیوس څېسار ( Julius Caesar ) لخوا ماته وخوړله او ګالیا دیولیوس څېسار لاس ته ورغله. په ۵ پیړۍ کی فرانسی د فرانک حکمرانانو لاس ته ورغلی. په ۷۳۲ کال کی پاچا چارل مارتل د مسلمانانو پوځ ماته کړل. په ۱۳۳۷ کال کی سل کلنه جګړه پېل شوه. په دی وجت کی شمالی فرانسه د انګریزی حکمرانانو لاس ته ورغلی. مګر په ۱۴۵۳ کال کی انګرېزی پوځ د فرانسی د پوځ لخوا ماته وخوړل او د فرانسی هېواد د فرانسی پاچا لاس ته ودغلی.

سرچينې



کينډۍ:Link FA