هانگ کانگ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
هانګ کانګ
香港
Hong Kong Skyline Restitch - Dec 2007.jpg
Hong Kong coa.png
هېواد Flag of the People's Republic of China.svg د خلکو جمهوري چين
ښاروال دانالد تسانگ
Hk-map-colonial.png
د اوسېدونکي شمیر ۶ ۹۸۷ ۰۰۰
ژبې چینایي ژبه
مساحت ۱ ۱۰۳ کیلومتره مربع

هانګ کانګ (په چینایي کې:香港، په انګرېزي کې:Hong Kong) د چين انتظامي ښار دى. د هېواد سويل ختيځ کې تقريبا له ٣٢٥ جزيزو څخه جوړ يو ښکلى ښار دى. دا ښار د وکټوريا په نوم هم يادېږي. د هانګ کانګ شمال ته د Guangdong او پاتې درېيو خواوو سويل، ختيځ او لويديځ ته د سويلي چين بحيره پرته ده. هانګ کانګ ١٨٤٠-١٩٩٧ د جولاۍ تر لومړيو د انګلستان تر ولکې لاندې و.د هانګ کانګ ښار پرخوالى ١٠٩٢ کيلو مترو ته رسېږي. له اوبو سره ٧٠٧ ميله پوله لري. او د Landau Island ښار تر ټولو ستره جزېره ده. د هانګ کانګ بندر د ښار په شمال کې پروت دى، چې د اقتصاد او کاروبار ارزښتناک بندر دى. دلته له شلو ډېر غرونه شتون لري. چې لوړوالى يې ٥٠٠ مترو ته رسېږي. چې تر ټولو لوړ يې د تايېموشن په نوم يادېږي،چې لوړوالى يې ٩٥٧ مترو ته رسېږي. د شامجن سيند د هانګ کانګ مهم سيند دى. دا وړوکى سيند د ښار په شمال کې پروت دى، چې د ‌ښار ٨٠ سلنه د څښلو اوبه له دې سيند نه اخلي. کلنى اورښت په کې ٢،١٥٩ ملي متره ټاکل شوى دى،چې په ګرمۍ کې ګرم او مرطوب دى. د ګرمۍ او مني په موسم کې دلته توپاني بادونه لګېږي، چې د سختو ورښتونه او سيلابونو لامل ګرځي. سخت ورښتونه کرنېز پيداوار ډېر اغېزمن کوي، ځکه هانګ کانګ د کرنې له مخې وروسته پاتې دى. د هانګ کانګ په مونګ کوک سيمه کې، چې بندري او کاروباري سيمه ده په يو کيلو مټر کې ٤٠٠٠٠٠ کسان کار کوي. دا ښار د چين ٤٠ سلنه نفوس جوړوي. له شپږو څخه تر نهو کلنو ماشومانو ته په کې زده کړه وړيا ده. دلته اووه پوهنتونه شتون لري، د هانګ کانګ پوهنتون چې ١٩١١ کې رغول شوى دى. تر ١٠٠٠٠ څخه زيات محصلين په کې زده کړه کوي. ماهي نيونه، د هانګ کانګ د اقتصاد ستره برخه جوړوي. هر کال دې ځاى ته له جاپان، تايوان، سنګاپور، اندونيزيا څخه تقريبا ١٣،٧ ميليونه سيلانيان راځي. په ٢٠٠٣ کال کې ددې ښار نفوس ٧٣٩٤١٧٠ وو. چې په هر کيلو مټر کې ٦٧٧١ تنه اوسېږي.

[1]


سرچينې

  1. د نړۍ ښارونه