هېنريک سېنکېويچ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
هېنريک سېنکېويچ

هېنریک سېنکېويچ ( بشپړ نوم “ هېنریک ادام الېکساندر پیوس سېنکېویچ “ ) (په پولنډۍ ژبه: Henryk Adam Aleksander Pius Sienkiewicz) د ۱۸۴۶ زېږدي کال د می ۵ پولېنډ ، پودلیاشې ، ولیا اوکشېیسکه - د ۱۹۱۶ ز کال د نوامبر ۱۵ سویس ، وېوې .

ژوندلیک

هېنریک سېنکېويچ په یوه داسې کورنۍ کې زېږېدلی ، چې شاهي کورنۍ ته نږدې ، خو نېستمنه شوې وه . د ده پلار له پولېنډي - لیتوايي تاتارانو څخه وو ، چې د “ ویتوفت “ د واکمنۍ پر مهال د لیتوا په لویه خانۍ کې مېشت وو . مور يې په خټه بېلاروسۍ وه . سېنکېویچ د جمنازیا ښوونځی پای ته ورساوه او پر ۱۸۶۶ – ۱۸۷۰ زېږدي کلونو يې د وارسا پوهنتون د طب ، تاریخ او فیلولوجۍ ( ژبپوهنې ، ادبپوهنې او متنپوهنې ) په پوهنځيو کې زده کړې وکړې . دی لا زده کړیال ( محصل ) وو ، چې پر ۱۸۶۹ ز کال يې په («Przegląd Tygodniowy» مجله کې لومړنۍ لیکنه چاپ شوه . له ۱۸۷۳ ز کاله راهیسې يې په پرله پسې ډول په “ پولېنډۍ ورځپاڼه “ کې کومېډي - هنري لیکنې خپرېدې او له دغې ورځپاڼې سره يې پرله پسې همکاري درلوده . له ۱۸۷۴ زېږدي کاله يې د “ نیوا “ اوونیزې خپرونې د ادبي برخې پازوالي او مشري پرغاړه درلوده . وروسته له ۱۸۸۲ ز کاله بیا د ځانساتې (محافظه کارې) ورځپاڼې “ سلووه “ پازوال چلوونکی شو . پر ۱۸۸۱ ز کال يې له “ ماريیا شیتکېویچ “ سره واده وکړ . مېرمن يې څو کاله وروسته پر ۱۸۸۵ ز کال له نري رنځ ( توبرکلوز ) نه مړه شوه او دوه ماشومان يې مېړه ته ورپاتې شول . سېنکېویچ پر ۱۸۹۳ ز کال دویم واده له “ مارییا ولودکوویچ “ سره ، چې له “ ادېسې “ څخه وه ، وکړ ، خو پر ۱۸۹۵ ز کال يې د مېرمنې پر نوښت تلاک ( طلاق ) وشو او سره بېل شول . پر ۱۸۹۴ ز کال يې هم له “ مارییا بابسکایا” سره واده وکړ . لیکوال سېنکېویچ پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۹ ) ز کلونو د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د همدغه سفر یونلیک يې د امریکا متحده ایالاتو پرضد پر ( ۱۸۷۶ – ۱۸۷۸ ) زېږدي کلونو چاپ کړ . کله چې اروپا ته راستون شو ، نو څه موده په پاریس کې اوسېده ، پر ۱۸۷۹ ز کال په لووف کې وو . لووف هغه مهال د پولېنډ یو ښار وو ، خو اوسمهال د اوسني اوکرایین په لوېدیځ کې د دغه هېواد یو ښار دی. وروسته يې بیا په وېنس ، او روم کې څه موده تېره کړه . له هماغه مهاله راهیسې يې د سیلاني په توگه ډېر سفرونه کول او ډېر ځله يې خپل مېشتځي بدلول . ده په دغو لاندې هېوادو کې ژوند کړی ، لکه اتریش ، انگلستان ، لیتوا ، فرانسه ، سویس ، پر ۱۸۸۶ ز کال په رومانیا ، بلغاریا ، تورکیه ، یونان ، پر ۱۸۹۱ ز کال يې په مصر ، زېنزیبار او نورو هېوادو کې . پر ۱۹۰۰ ز کال د ده د ۲۵ کلن ادبي کار په خاطر ده ته په “ کېلېڅ پوویاتې “ کې یو کور او څه ځمکه جایداد د ډالۍ په توگه ورکړل شول . سېنکېویچ د لومړۍ نړیوالې جگړې د پیل پر مهال سویس ته ولاړ ، بیا يې په پولېنډ کې له جگړې ځپلو سره د مرستې د یوې کومېټې مشري پر غاړه واخیسته . هېنريک سېنکېویچ د ۱۹۱۶ زېږدي کال د نوامبر پر ۱۵ د سویس په “ وېوې “ کې ومړ. په “ وېوې “ کې يې له مړینې وروسته مړی د سویس په یوه کاتولیکي عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شو ، خو پر ۱۹۲۴ ز کال يې د بدن پاتې شوني وارسا ته ولېږدول شول او هلته د “ کریپت “ د سپېڅلې “ یاننا “ په عبادتځای کې خاورو ته وسپارل شول .

پنځونه

لیکوال د خپل ادبي کار په لومړیو اثارو ، داستانونو او ناولونو کې ، د نرواکي ژوند د ډول کمزوري کېدل او له منځه تگ ښودلی ، لکه په “ زاړه خدمتگار “ ۱۸۷۵ ز کال ، “ گانیه “ ، ۱۸۷۶ ز کال ، “ سېلاب “ د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ ز کلونه ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ ( ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ز کلونه ) کې . د سېنکېویچ په لومړني رومان کې د پولېنډ او اوکرایین تر منځ ، د “ بوگدان خمېلنیڅکي “ د وختونو هاند او هڅه ښودل شوې . د ده د “ تریلوجي “ ( درې گوني ) رومان په دویمه برخه کې پر ۱۶۵۵ – ۱۶۵۶ ز کلونو ، پر پولېنډ باندې د سويډني یرغلگرو پر وړاندې جگړه کې د پولېنډي ولس د ازادي بښونکي غورځنگ هاند او هڅه انځور شوې . د دغه درې گوني اثر په درېیمه برخه ( یا درېیم رومان ) کې پر ۱۶۷۲ – ۱۶۷۳ زېږدي کلونو ، پر پولېنډ باندې د تورکانو د یرغل او د دغه یرغل پر وړاندې د پولېنډي بهادرانو او اتلانو کارنامې په شاعرانه بڼه انځور شوې دي . د سینکېویچ په سایکولوجيکي رومان “ بې تعصبه “ ( ۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ) کې د یو اریستوکرات په اړه بیان شوی . د “ پولانېڅکيو کورنۍ “ ( ۱۸۹۳ – ۱۸۹۴ ) په رومان کې لیکوال د یو بریالي سوداگر په اړه بيان کوي او په هغه کې د هغې ټولنې ځینو اړخونو ته کومېډي رنگ ورکوي ، چې دین یې له سیاست څخه بېل دی . د لیکوال په “ چېرته ځې “ ( ۱۸۹۴ – ۱۸۹۵ ) تاریخي رومان کې د لرغوني رومي امپراتور “ نېرون “ د ظلمونو پر وړاندې د لومړنیو عیسویانو هاند او هڅه ښودل شوې ده . د ۱۵ پېړۍ په پای او ۱۶ په سر کې د “ تیوتونسکي اوردېن “ واکمنانو ( داسې ویل کيږي ، چې د جرمني سردارانو له خوا رامنځته شوی وو ) د تېري پر وړاندې د پولېنډیانو او لیتوایانو هاند او هڅې ته د لیکوال د “ صلیبیانو “ ( ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ) تاریخي رومان ځانگړی شوی دی . د “ گرداب “ ( ۱۹۰۹ – ۱۹۱۰ ) رومان د روسیې د ۱۹۰۵ – ۱۹۰۷ زېږدي کلونو اوښتون ( انقلاب ) ته ځانگړی شوی دی . پر ۱۹۱۰ – ۱۹۱۱ ز کلونو یې د ماشومانو لپاره “ د افریقا په گڼو ځنگلونو کې “ ماجرايي ناول ولیکه . د لیکوال بل رومان “ پوځي ټولگي “ ( ۱۹۱۳ – ۱۹۱۴ ) وو ، چې د ناپلیون په جگړو کې د پولېنډیانو د برخې اخیستنې په اړه دی ، بشپړ نه شو .

د ده ارزښت او اوڅارتیا

لیکوال هېنریک سېنکېویچ چې لا ژوندی وو ، نو په پولېنډ کې دننه او له هغه نه بهر یو له لویو ، نامتو او برجسته لیکوالو څخه شو او لا پر ژوند يې اوڅارتیا په برخه شوه . دی د تاریخي رومان د تکړه ماهر په نامه یاد شو . سېنکېويچ د خپل درې گوني رومان “ له اور او تورې سره “ ، “ سېلاب “ ، “ ښاغلي ولودیوفسکي “ له لیکلو وروسته ، د پولېنډ تر ټولو داسې پر مختللی لیکوال وو ، چې د خپلو کتابونو پر چاپ يې تر نورو ټولو لیکوالو ډېرې پیسې گټلې . ده ته د ده د پاس یاد شوي درې گونې رومان د چاپ رښتې ( حق ) د خپلولو په خاطر ، د چاپخونې له خوا د شلو کلونو په بهیر کې ، اویا زره روبله ورکړل شول . د لیکوال پنځونې د پولېنډي کولتور په تاریخ کې لوی رول ولوباوه او په نړیوال کچ ومنل شوې . ده ته پر ۱۹۰۵ زېږدي کال د ښو حماسي ادبي اثارو د لیکلو په خاطر د نوبل جایزه ورکړل شوه . د ده د “ چېرته ځې “ رومان د نړۍ پر څه د پاسه څلوېښتو ژبو ژباړل شوی او چاپ شوی دی . د لیکوال د “ بې تعصبه “ رومان ته د “ لېف نیکولایوویچ تولستوی “ ، “ ن . س . لېسکوف “ ، “ ا . پ . چېخوف “ ، “ ماکسیم گورکي “ او نورو روسي لیکوالو له خوا ډېر ارزښت ورکول کېده . د سېنکېویچ د ډېری رومانونو پر بنسټ هنري فېلمونه اخیستل شوي دي . د ده د هغو اثار پر بنسټ ، چې فېلمونه ترې ډک شوي ، تر ټولو ډېر ښه يې د “ چېرته ځې “ رومان دی ، چې پر ۱۹۵۱ ز کال يې پر بنسټ ، د امریکا متحده ایالاتو له خوا هنري فېلم اخیستل شوی ، “ له اور او تورې سره “ ، چې پر بنسټ يې ، پر ۱۹۹۹ ز کال يې د پولېنډ له خوا هنري فېلم اخیستل شوی ، د “ چېرته ځې “ رومان ، چې پر بنسټ يې ، د پولېنډ له خوا پر ۲۰۰۱ ز کال هنري فېلم جوړ شوی دی . همدا راز د “ ایل – ۶۲ “ ډوله یوه الوتکه هم د ده په ویاړ د هېنریک سېنکېویچ په نامه نومول شوې ده .

د سېنکېويچ اثار

  1. زوړ خدمتگار، ۱۸۷۵ ز کال.
  2. گانیه، ۱۸۷۶ ز کال.
  3. سلیم میرزا، ۱۸۷۶ ز کال.
  4. پر سکرو رسم شوي انځورونه، ۱۸۷۷ ز کال.
  5. موسیقي غږوونکی یانکه، ۱۸۷۹ ز کال.
  6. د پوزنانسکي ښوونکي له یادښتونو څخه، ۱۸۷۹ ز کال.
  7. د ډوډۍ په خاطر، ۱۸۸۰ ز کال.
  8. بریمن بارتېک، ۱۸۸۲ ز کال.
  9. له اور او تورې سره، ۱۸۸۳ – ۱۸۸۴ ز کلونه.
  10. سېلاب، ۱۸۸۴ – ۱۸۸۶ ز کلونه.
  11. ښاغلي ولودیوفسکي، ۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ ز کلونه.
  12. بې تعصبه، ۱۸۸۹ – ۱۸۹۰ ز کلونه.
  13. د پالانېڅکیو کورنۍ، ۱۸۹۳ – ۱۸۹۴ ز کلونه.
  14. چېرته ځې، ۱۸۹۴ – ۱۸۹۶ ز کلونه.
  15. صلیبیان، ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰ ز کلونه.
  16. د ویاړ په ډگر کې، ۱۹۰۳ – ۱۹۰۵ ز کلونه.
  17. گرداب، ۱۹۱۰ ز کال.
  18. د افریقا په گڼو ځنگلونو کې، ۱۹۱۲ ز کال.
  19. پوځي ټولگي، ۱۹۱۴ ز کال.

اخځونه

  1. . ن . پ . میخالسکي ، بهرني لیکوال ، بیبلیوگرافیکي سیند ، دویم ټوک ، د ۱۹۹۷ ز کال چاپ ، ۲۳۶ مخ .
  2. . روسی برېښنايي پوهنغونډ .http://ru.wikipedia.org/wiki/Сенкевич,_Генрик