محمد داود داود

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
محمد داود داود

جنرال محمد داود داود (۱ د جنوري، ۱۹۶۹ ز. - ۲۸ د مۍ، ۲۰۱۱ ز.) (په انګرېزي: Mohammed Daud Daud) د افغانستان د تخار ولايت پخوانی والي او د کورنيو چارو د وزارت د مخدره موادو د مبارزې ضد ادارې مرستيال و.[1] هغه د احمد شاه مسعود د تنظيم شورای نظار او د شمالي ټلوالې غړی و،[2] چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې يې فعاله ونډه ترسره کړې. نوموړی د انجنيري د پوهنځۍ نه فارغ شوی و.[3] او د پوهنځي نه د فراغت وروسته يې د روسانو پر وړاندې جګړه کې د جميعت او د شورای نظار جنګياليو ډلو سره يوځای شوی و.[4] کله چې شمالي ټلوالې د طالبانو په وړاندې جګړه کوله نو داود هم د شمالي ټلوالې د يوه جنرال په توګه د طالبانو پر وړاندې جنګېده او د همدې ټلوالې د جنګياليو د قوماندې واک يې لاس کې و.[5] هغه د احمد شاه مسعود يو مهم مرستيال او ساتونکی هم و. د دې تر څنګ د کندوز د پوځي ځواک بولندوی هم پاتې شوی و. [6]

د کندوز جګړه

جنرال محمد داود داود په ۲۰۰۱ ز. کال کې د کندوز په قلا زال کې د طالبانو د محاصرې او د هغوی سره د وروستۍ سترې جګړې لوی پازوال و، چې د طالبانو په پرځولو کې يې اهمه ونډه لرلې[7] د کندوز د محاصرې په مهال د ښار شاوخوا ټولې لارې د شمالي ټلوالې د ځواکونو لخوا محاصره شوي و. داسې اټکل کېږي چې د ښار په مېنځ کې له ۲۰۰۰۰ - ۳۰۰۰۰ طالبان محاصره شوي وه چې بيا وروسته ځينې ژوندي او ځينې نور زخمي ونيول شول. په دغو طالبانو کې ډېريو شمالي ټلوالې ته د تسليمېدلو په پرتله تر مړينې د جګړې هوډ کړی و[8].

سرچينې