Lights
Home

کب

نر، م (ج. کبان، کبونه)
1-مايي، ماهي، د سړو وينو لرونکو د سترګروپ هره عضوه چې په اوبو کې اوسي، فقاريه ژوی دی او د برانشيو په واسطه سا باسي. د کب وجود د فلس څخه پټ دی. سترګې يې مسطح شکله او خوله يې ازاده غوندې ده. خورا زيات ډولونه لري. معمولي ډولونه يې هغه دي چې د کورو په حوضو کې اوسي، سره، طلايي او نقره يې رنګونه لري. ((خاويار)) يې تر پنځو مترو اوږد دی. ښځه يې تر درو مليونو دانو پورې هګۍ اچوي. د نړۍ ډېر لوی کب پياروکو نومېږي چې تر ٦ مترو لا اوږد دی او په سلګونو کيلو دروند دی. کبان د خپلو وزرو په مرسته لامبو وهي. غوښه يې د انسانانو غذا ده. ځينې خلک يې وريتوي، ځينې يې د وريجو سره بټه کوي او ځينې يې وچوي. کب پروټين، منرالونه او د (اې) او (ډي) ويټامينونه لري: زه غريق د خپلو اوښکو په درياب يم - بيا په دا درياب کې تږی لکه کب (احمدشاه بابا)؛ - د کب مصغر کبوړۍ دی2-حوت، د حوت برج، د حوت مياشت؛ د شمسي کال وروستۍ مياشت، د سلواغۍ (دلو) او وری (حمل) تر منځ مياشت چې کله ٣٠ او کله ٢٩ ورځې وي3-مج. څوک چې د اوبو سره ډېر سرو کار لري، برېښنا لرونکی کب: برقي ماهي، يو ډول ماهي دی چې بدن يې اوار او پوست يې صاف دی. اوږده يې يو متر دی. د هګۍ اچولو پر ځای د زيږونې عمل اجرا کوي. په بدن کې خاصه دستګاه لري چې برق توليدوي. که څوک لاس وروړی سخت يې لړزوي4-د کب غوښه چې د غذا په توګه خوړله کېږي5-مج. څوک چې په اسانه د چا په لاس نه ورځي6-ماهي ته ورته شی.
____
Home
Contact
Qamosona on Facebook
Video Tutorial: How to use Qamosona.com
Free Pashto Stories for kids
Privacy and legal Statment
Copyright © 2002 Qamoson.com All Rights Reserved.
Any Website can link to us or use our webpage as Iframe but only if it is non-commercial, non-military, non-intellligence, non-violent and non-profit Website. We request you to send us your name, email-adress and your Project URL if you are linking to us or if you are using our Webpage as Iframe. It is not permitted to save or chache queries or any query results from our Website on any electronic and non electronic device or System. We reserve the right to change this policy any time we decide to. Everyone except those who work for military or any intelligence agency may use our free online dictionary services. No part of this website or its content may be reproduced or transmitted in any form or by any means, electronic or mechanical, including photocopying, caching and recording, or by any information storage and retrieval system, without the prior written permission of Qamoson.com owned by Ahmad Wali Achakzai